خوست کې یو شمېر مدني ټولنو او قومي مشرانو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د خوست والي ته د ده د ترسره کړو کړنو له امله ستاینلیک ورکړ.
د مدني ټولنو فعالان او قومي مشران وایي، چې د خوست والي تر دې دمه د خپل مسوولیت په ساحه کې بریالی دی او د ولس د ښېرازۍ لپاره یې هلې ځلې ترسره کړې دي. خوست کې یو شمېر مدني ټولنو او قومي مشرانو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د خوست والي ته د ده د ترسره کړو کړنو له امله ستاینلیک ورکړ.
د مدني ټولنو فعالان او قومي مشران وایي، چې د خوست والي تر دې دمه د خپل مسوولیت په ساحه کې بریالی دی او د ولس د ښېرازۍ لپاره یې هلې ځلې ترسره کړې دي.
دوی زياتوي، له دې وروسته به هر هغه څوک په ژوندانه ستایي، چې ولس ته په ریښتینې معنا کار کوي.
د دوی په خبره، برعکس هغه څوک، چې د ولس او دولت لپاره ضرر رسوي، دوی به یې په وړاندې د غندنې غونډې جوړې کړي.
بل خوا د خوست والي له ولسونو مننه کوي، چې د ده کړنې یې ارزیابي کړې او په مقابل کې یې په ستاینلیک نمانځي.
والي حکم خان حبیبي وایي، چې په دې سره یې نور هم د مسوولیت پېټی دروند شو او زیاتوي، چې د ولس د ارامۍ لپاره به هر راز هڅې ترسره کړي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې هم په خوست کې هغه شخصیتونه نمانځل شوي، چې په یو نه یو ډول یې کارونه د ولس د سوکالۍ لپاره وي.
خوستیان وایي، دوی به د هغو کسانو د نمانځنې فرهنګ دود کړي، چې ولس ته صادقانه خدمات ترسره کوي.


