د لغمان ولايتي چارواکي وايي، چې د نږدې څلور ميليونه افغانيو په ارزښت يې د اراضۍ ادارې ودانۍ لپاره د چاردېوالۍ کار پيل کړ.
د دوى په وينا، د چاردېوالۍ دغه چارې به په درېيو مياشتو کې بشپړې شي. د لغمان ولايتي چارواکي وايي، چې د نږدې څلور ميليونه افغانيو په ارزښت يې د اراضۍ ادارې ودانۍ لپاره د چاردېوالۍ کار پيل کړ.
د دوى په وينا، د چاردېوالۍ دغه چارې به په درېيو مياشتو کې بشپړې شي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وويل، د ولايتي ادارې په هلو ځلو يې د دغه ولايت د اراضۍ ادارې ودانۍ لپاره د چاردېوالۍ چارې پيل کړې، چې په درې جريبه ځمکه کې به د درې ميليونه او نهه سوه زره افغانيو په ارزښت جوړه شي.
نوموړي زياته كړه، دوى هڅه کوي ټولو هغو دولتي ادارو ته ودانۍ او د چاردېوالۍ چارې بشپړې کړي، چې په دغه برخه کې ستونزې لري.
د لغمان ولايتي چارواکي په داسې حال کې د يو شمېر ادارو د ودانيو د جوړولو خبره کوي، چې اوسمهال د دغه ولايت ډېرى دولتي ادارې له ودانيو برخمنې دي.


