جمهور رئيس محمداشرف غني د بلوچستان ايالت د کوټې ښار په يو ملکي روغتون کې د دوشنبې ورځې ترهګريز بريد په سختو ټکو وغانده.
اشرف غني دغه بريد د اسلام او بشريت د دښمنانو کار بللی.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د بلوچستان ايالت د کوټې ښار په يو ملکي روغتون کې د دوشنبې ورځې ترهګريز بريد په سختو ټکو وغانده.
اشرف غني دغه بريد د اسلام او بشريت د دښمنانو کار بللی.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې د جمهور رئيس له قوله ويل شوي، پر ملکي وګړو بريد هغه ستر جنايت دی چې په هېڅ دين او قانون کې توجيه نه لري.
د جمهور رئيس په وينا تروريزم هېڅ دين، قانون، نژاد او توکم نه پېژني او نه ورته درناوی لري.
جمهور رئيس وايي، د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په ملي او سيمه ييزه کچه د ترهګرو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
نوموړي زياته کړه، د افغانستان دولت د ښه او بد له تفکيک پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته يې هم سپارښتنه داده چې له توپيري چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړي.
دوشنبې په ورځ د کوټې ښار په ملکي روغتون کې انتحاری حملې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل او له ۵۰ زيات يې ټپيان کړل.
چاودنه هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر کسان د کوټې ښار په ملکي روغتون کې د خپل سيمه ييز مشر په وير سره راټول شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


