ads

بلخ كې ځانمرګي بريد يو تن وژلى او ۱۵ يې ټپيان كړي

د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار كې د ځانمرګي بريد له كبله يو تن ملکي وګړى وژل شوى او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.په شمال کې د ۷۰۷ زون د پوليسو قوماندان بابه جان عزيزي له کليد سره په خبرو کې وويل، دغه ځانمرګى بريد نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې او ۵۰ […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1395
بلخ كې ځانمرګي بريد يو تن وژلى او ۱۵ يې ټپيان كړي

د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار كې د ځانمرګي بريد له كبله يو تن ملکي وګړى وژل شوى او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
په شمال کې د ۷۰۷ زون د پوليسو قوماندان بابه جان عزيزي له کليد سره په خبرو کې وويل، دغه ځانمرګى بريد نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې او ۵۰ دقيقې د مزار شريف ښار بلخ بازار مخې ته په منډوي کې شوى، چې پکې يو تن ملکي وګړى وژل شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

خو د بلخ ولايت د حوزوي روغتون امر ډاکټر شفيق کليد وويل، چې د پېښې له ځايه ورته يو مړى او ۱۵ ټپيان راوړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت نازک دى.
دا په داسې حال ده، چې تېره اونۍ هم د مزار شريف ښار په کارته مامورين سيمه کې چاودنه شوې وه، چې چا ته پكې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA