د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجينر امين کريم وايي، تمه ده چې په دوه درې راتلونکو ورځو کې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ مذاکرات يو ځل بيا پيل شي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجينر امين کريم وايي، تمه ده چې په دوه درې راتلونکو ورځو کې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ مذاکرات يو ځل بيا پيل شي.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې مذاکرات هېڅکله هم په ټپه نه و دريدلي او د دواړو لورو ترمنځ تماسونو دوام درلوده.
خو هغه په مذاکراتو کې د ځنډ پړه پر هغو کړيو واچوله، چې په سوله کې خپلې ګټې نه ويني.
انجينر امين کريم وويل، حزب اسلامي پر جمهور رئيس باور لري، خو ځينې” کورنۍ او بهرنۍ کړۍ “د سولې د موافقې د ناکامولو هڅه کوي.”
له تور ليست څخه د حزب اسلامي د نوم ايستل، ددې ګوند د غړو آزادول، له پاکستان څخه ددې ګوند د پلويانو ستنيدل او په افغانستان کې د هغوی ځای پر ځای کيدل او د رڼو او عادلانه انتخاباتو تر سره کيدل د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د چمتو شوي موافقه ليک د اساسي ټکو څخه شمېرل کيږي.
د انجينر امين کريم په خبره چې په ذکر شويو مواردو باندې د دواړو خواوو ترمنځ توافق شوی دی، خو داچې دغه مواد څنګه عملي بڼه غوره کړي، بحث ته اړتيا ده او هيله يې څرګنده کړه چې دا به هم له لاس ليک دمخه حل شي.


