ads

كوټه كې چاودنې او ډزو لسګونه كسان وژلي

د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوټې ښار د يو روغتون مخې ته نن سهار شاوخوا نهه بجې خونړۍ چاودنې او ډزو کې څلوېښت کسان وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي. د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوټې ښار د يو روغتون مخې ته نن سهار شاوخوا نهه بجې خونړۍ چاودنې […]

نویسنده: The Killid Group
18 زمری 1395
كوټه كې چاودنې او ډزو لسګونه كسان وژلي

د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوټې ښار د يو روغتون مخې ته نن سهار شاوخوا نهه بجې خونړۍ چاودنې او ډزو کې څلوېښت کسان وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي. د پاكستان د بلوچستان ايالت د مركز كوټې ښار د يو روغتون مخې ته نن سهار شاوخوا نهه بجې خونړۍ چاودنې او ډزو کې څلوېښت کسان وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې په وژل شوو کې د کوټې د استيناف محکمې پخوانى رئيس کامران مرتضى او يو شمېر وکيلان هم شامل دي.
پوليس وايي، چاودنه د کوټې د مرکزي روغتون د بهرنۍ دروازې مخې ته شوې ده.
چارواکو ويلي، چې ښايي د وژل شوو كسانو شمېر تر دې هم واوړي.
د پاکستان لوړپوړو چارواکو ياده چاودنه غندلې او يوه ستره غميزه يې بللې ده.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA