د كابل په بګراميو ولسوالۍ كې د سړك غاړې ماين چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه كې شوې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس فريدون عبيدي كليد ته وويل، دا چاودنه د ملي اردو پر يو موټر شوې، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د كابل په بګراميو ولسوالۍ كې د سړك غاړې ماين چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه كې شوې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس فريدون عبيدي كليد ته وويل، دا چاودنه د ملي اردو پر يو موټر شوې، چې له كبله يې يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، چې ياده چادونه د دې وزارت د نظامي اکاډمۍ پر منسوبينو شوې ده.
د هغه په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


