ads

هندي کشمير کې د اعتراضونو لړۍ پنځمې اونۍ ته ورسېده

په هندي کشمير کې وروسته له هغې، چې د حزب المجاهدين يو مهم قوماندان له هندي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو، د اعتراضونو لړۍ پنځمې اونۍ ته ورسېده.پاکستاني رسنيو ويلي، چې په دغو اعتراضونو کې د وژل شوو كسانو شمېر له ۷۰ تنو پورته شوى دى. په هندي کشمير کې وروسته له هغې، […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1395
هندي کشمير کې د اعتراضونو لړۍ پنځمې اونۍ ته ورسېده

په هندي کشمير کې وروسته له هغې، چې د حزب المجاهدين يو مهم قوماندان له هندي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو، د اعتراضونو لړۍ پنځمې اونۍ ته ورسېده.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې په دغو اعتراضونو کې د وژل شوو كسانو شمېر له ۷۰ تنو پورته شوى دى. په هندي کشمير کې وروسته له هغې، چې د حزب المجاهدين يو مهم قوماندان له هندي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو، د اعتراضونو لړۍ پنځمې اونۍ ته ورسېده.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې په دغو اعتراضونو کې د وژل شوو كسانو شمېر له ۷۰ تنو پورته شوى دى.
رپوټونه وايي، د پوليسو او اعتراض کوونکو ترمنځ له تېرې يوې مياشتې راهيسې اخ و ډب کې شاوخوا پنځه زره کسان ټپيان شوي هم دي.
د يوې وسله والې ډلې د مهم قوماندان برهان واني تر وژل کېدو وروسته په ټول هندي کشمير کې ګرځبنديز له يوې مياشتې واوښته، چې له كبله يې ټولې سوداګريزې راکړې ورکړې هم ورسره درېدلې دي.
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د بشري حقونو نړيوالې ادارې څخه غوښتي، چې په کشمير کې د هندي تېريو مخه ونيسي او دغه راز يې ټولو روغتونونو ته امر کړى، چې د کشميري ټپيانو سالمه درملنه کې هڅې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA