ads

هلمند مېشتي خبريالان له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي

د کابل پرېس کلب په نوم د خبريالانو د ملاتړ اداره وايي، چې په هلمند کې د نا امنيو په ډېرېدو او د لښکرګاه څنډو ته د جګړې په رسېدو سره هلمند مېشتي خبريالان له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي. د کابل پرېس کلب په نوم د خبريالانو د ملاتړ اداره وايي، چې په […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1395
هلمند مېشتي خبريالان له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي

د کابل پرېس کلب په نوم د خبريالانو د ملاتړ اداره وايي، چې په هلمند کې د نا امنيو په ډېرېدو او د لښکرګاه څنډو ته د جګړې په رسېدو سره هلمند مېشتي خبريالان له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي. د کابل پرېس کلب په نوم د خبريالانو د ملاتړ اداره وايي، چې په هلمند کې د نا امنيو په ډېرېدو او د لښکرګاه څنډو ته د جګړې په رسېدو سره هلمند مېشتي خبريالان له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي.
دغې ادارې نن په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د هلمند خبريالانو ترې غوښتنه کړې، چې يا دې دوى له هلمنده و ايستل شي او يا دې ورته ولايتي اداره امنيتي خونديتوب برابر کړي.
په دغه خبرپاڼه کې کابل پرېس کلب له ملي دفاع وزارت څخه غوښتي، چې خپله هغه ژمنه پوره کړي، چې په جګړه ييزو حالاتو کې يې د خبريالانو خونديتوب خپل لومړيتوب بللى و.
کابل پرېس کلب اداره وايي، چې که حکومتي مسوولين په دې اړه جدي ګام وانخلي، د هلمند حالاتو ته په کتو به وسله وال پر خبريالانو هم بريدونه وکړي.
خبريالان په داسې حال کې تر ګواښ لاندې دي، چې له هلمنده د وتلو لارې هم ټولې د وسله والو په واک کې دي او د هلمند – کندهار لويه لاره يې تړلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA