ads

لسګونو هلمندي ځوانانو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ وينه ورکړه

په هلمند ولايت کې تېره ورځ د “وينه ورکړئ ژوند وژغورئ، د وينې تويولو پر ځاى د انسانيت ژغورلو لپاره خپله وينه د جګړې ټپيانو ته نظرانه کړئ” تر سرليك لاندې د وينې ټولولو کمپاين ترسره شو، چې لسګونو ځوانانو پکې د بست روغتون د وينې بانک ته خپله وينه ورکړه. په هلمند ولايت کې […]

نویسنده: TKG
18 زمری 1395
لسګونو هلمندي ځوانانو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ وينه ورکړه

په هلمند ولايت کې تېره ورځ د “وينه ورکړئ ژوند وژغورئ، د وينې تويولو پر ځاى د انسانيت ژغورلو لپاره خپله وينه د جګړې ټپيانو ته نظرانه کړئ” تر سرليك لاندې د وينې ټولولو کمپاين ترسره شو، چې لسګونو ځوانانو پکې د بست روغتون د وينې بانک ته خپله وينه ورکړه. په هلمند ولايت کې تېره ورځ د “وينه ورکړئ ژوند وژغورئ، د وينې تويولو پر ځاى د انسانيت ژغورلو لپاره خپله وينه د جګړې ټپيانو ته نظرانه کړئ” تر سرليك لاندې د وينې ټولولو کمپاين ترسره شو، چې لسګونو ځوانانو پکې د بست روغتون د وينې بانک ته خپله وينه ورکړه.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې كمپاين کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز، د ځوانانو امريت او د يو شمېر نورو رضاکاره ټولنو فعالانو ګډون کړى و.
ځوانانو په يوه غږ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ برياوې او سرښندنې وستايلې او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
د هغوى په وينا، بست روغتون کې يې د وينې ټولولو کمپاين د ناروغانو او ټپيانو ژغورلو لپاره  امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف ترسره کړ.
د وينې ټولولو کمپاين په مهال ځوانانو وويل، چې حاضر دي د هېواد او خلکو ساتنې لپاره د امنيتي ځواکونو ليکو ته ورشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA