د ايران جمهور رئيس حسن روحاني په يو رسمي سفر اذربايجان ته رسېدلى دى.
ټاکل شوې نن د اذربايجان پايتخت باکو کې حسن روحاني له خپلو سيالانو د اذربايجان او روسيې له جمهور رئيسانو سره جلا، جلا کتنې ولري. د ايران جمهور رئيس حسن روحاني په يو رسمي سفر اذربايجان ته رسېدلى دى.
ټاکل شوې نن د اذربايجان پايتخت باکو کې حسن روحاني له خپلو سيالانو د اذربايجان او روسيې له جمهور رئيسانو سره جلا، جلا کتنې ولري.
ايراني چارواكو ويلي، د درې واړو هېوادونو ترمنځ تر ډېره پر سوداګريزو راکړو ورکړو خبرې کېږي، چې د اورګاډي د يوې اوږدې پټلۍ موضوع هم پکې شامله ده.
دغه راز ويل شوي، چې درې واړه مشران به په منځني ختيځ کې د داعش وسله والې ډلې او نورو ترهګريزو ډلو د ځپلو لپاره هم خبرې وکړي.
د ايران جمهور رئيس سره په دغه سفر کې د کابينې يو شمېر وزيران هم ملتيا کوي.


