جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان د کرنې له ودې پرته ثبات او پرمختګ ته نشي رسېدلى.
نوموړي دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د ولايتونو د کرنې رياستونو كانديدانو سره د ليدنې په مهال وكړه. جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان د کرنې له ودې پرته ثبات او پرمختګ ته نشي رسېدلى.
نوموړي دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د ولايتونو د کرنې رياستونو كانديدانو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، لکه څنګه چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، د کرنې د مسوولينو رول هم په همدې اندازه اساسي دى.
د هغه په وينا، افغانستان له کرنيز پلوه غني دى، بايد په پښو ودرېږي او په سيمه کې په يو صادروونکي هېواد بدل شي.
جمهور رئيس غني دې ته په اشارې، چې د خلکو ژوند په کرنې پورې تړلى دى وويل، عملي کرنيزې طرحې دې عملي شي او نوي مسوولين بايد په دې برخه کې له خپلې پوهې، صلاحيت او مسووليت څخه ګټه واخلي.
په دې کتنه کې عبدالصبور رحماني او توحيد علي د ولايتونو د کرنې رياستونو د كانديدانو په استازيتوب خبرې وکړې.
هغوى جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ، چې په لازم تخصص او تعهد سره به خلکو او په ځانګړي ډول بزګرو ته د خدماتو وړاندې کولو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.


