د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د اچين ولسوالۍ په (دهن درې) سيمه کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله درې داعش وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ۱۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د اچين ولسوالۍ په (دهن درې) سيمه کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله درې داعش وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، امنيتي ځواکونو يو کرولا ډوله موټر او موټر سايکل ته، چې پکې د داعش وسله والو له لوري چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو، چاودنه ورکړې ده.
سرچينه وايي، چې په ترسره کړو بريدونو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


