ads

چارواكي: په ننګرهار كې د قهر سيلاب عمليات مخ په بريا روان دي

امنيتي چارواكي وايي، چې د ننګرهار په اچين، کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د قهر سېلاب په نوم عمليات په برياليتوب سره دوام لري.د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د څلورمې پلې لېوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، چې د يادو عملياتو مشري يې پر غاړه ده، […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1395
چارواكي: په ننګرهار كې د قهر سيلاب عمليات مخ په بريا روان دي

امنيتي چارواكي وايي، چې د ننګرهار په اچين، کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د قهر سېلاب په نوم عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د څلورمې پلې لېوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، چې د يادو عملياتو مشري يې پر غاړه ده، په عملياتو کې له شاملو ګډو امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې په پوره همغږۍ سره يې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
سنګين وايي، د عملياتو په ترڅ کې يو شمېر کلي د داعش ډلې له شتون څخه پاک شوي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. امنيتي چارواكي وايي، چې د ننګرهار په اچين، کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د قهر سېلاب په نوم عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د څلورمې پلې لېوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، چې د يادو عملياتو مشري يې پر غاړه ده، په عملياتو کې له شاملو ګډو امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې په پوره همغږۍ سره يې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
سنګين وايي، د عملياتو په ترڅ کې يو شمېر کلي د داعش ډلې له شتون څخه پاک شوي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په مهال پر يو عراده موټر او موټر سايکل سربېره، چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو، پنځلس کړۍ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په ترسره شوو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA