د لغمان چارواکي په دې ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سيد احمد تېر ماښام د مهترلام اړوند د حکيم اباد په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوى دى.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو يو شمېر رپوټونه وايي، چې په دې پېښه کې له نوموړي قوماندان سره دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د لغمان چارواکي په دې ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان سيد احمد تېر ماښام د مهترلام اړوند د حکيم اباد په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې وژل شوى دى.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو يو شمېر رپوټونه وايي، چې په دې پېښه کې له نوموړي قوماندان سره دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د لغمان امنيتي وضعيت خلک اندېښمن کړي دي.
دوه ورځې وړاندې په مهترلام ښار کې په يوه چاودنه کې د دغه ولايت د ولايتي شورا د رئيس په ګډون لس کسان ټپيان شول او يو تن ووژل شو.


