ads

پاكستان، د شمالي كوريا تازه توغندويي ازموينې اندېښمن كړى دى

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د شمالي کوريا له لوري د نوي توغندي ازمويلو اندېښمن کړى او په دې برخه يې د نړيوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې ده.د دغه وزارت له لوري پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول کړنې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1395
پاكستان، د شمالي كوريا تازه توغندويي ازموينې اندېښمن كړى دى

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د شمالي کوريا له لوري د نوي توغندي ازمويلو اندېښمن کړى او په دې برخه يې د نړيوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت له لوري پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول کړنې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليک سره مخالفت لري او بايد مخنيوى يې وشي.
په خبرپاڼه كې ټينګار شوى، چې پاکستان تل په سيمه کې د اټومي وسلې د استعمال مخالف دى او اسلام اباد غوښتنه کوي، چې بايد د سيمې هېوادونه د ټولو امنيت ته پاملرنه وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د شمالي کوريا له لوري د نوي توغندي ازمويلو اندېښمن کړى او په دې برخه يې د نړيوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت له لوري پرون په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول کړنې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليک سره مخالفت لري او بايد مخنيوى يې وشي.
په خبرپاڼه كې ټينګار شوى، چې پاکستان تل په سيمه کې د اټومي وسلې د استعمال مخالف دى او اسلام اباد غوښتنه کوي، چې بايد د سيمې هېوادونه د ټولو امنيت ته پاملرنه وکړي.
شمالي کوريا د تېرې چهار شنبې په ورځ د “رودونګ” په نوم يو توغندى وازمايه، چې د جاپان سمندر په لور توغول شوى و او په ساعت کې يې نږدې ۱۰۰۰ کيلومټره مزل کاوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA