د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ د امنيت مدير د ماين له چاودنې روغ ووت، خو دوه تنه دولتي کارکوونکي په کې ټپيان شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سيد ذاکر هاشمي وايي، چې دغه چاودنه نن سهار د کوهبند ولسوالۍ د امنيت مدير په موټر پورې د نښلول شوي چسپکي ماين له كبله رامنځته شوې ده: (( دوه نفر سطحي ټپيان شوي، دښمن ړوند دى، د افغانستان د خلكو دښمن داسې دى چې هېڅ تفاوت ورته نه كوي چې چېرته چاودنه كوي هلته عام خلك دي او چېرته دولتي كسان، دوى مقصد يوه سيمه په داسې فعاليتونو سره ناامنه ښكاره كوي.))
د يادونې وړ ده، چې په روان کال کې په کاپيسا ولايت کې پر جهادي شخصيتونو او دولتي کارکوونکو د ماين چاودنو په پېښو کې د تېرو کلونو په پرتله زياتوالى راغلى دى. د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ د امنيت مدير د ماين له چاودنې روغ ووت، خو دوه تنه دولتي کارکوونکي په کې ټپيان شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سيد ذاکر هاشمي وايي، چې دغه چاودنه نن سهار د کوهبند ولسوالۍ د امنيت مدير په موټر پورې د نښلول شوي چسپکي ماين له كبله رامنځته شوې ده: (( دوه نفر سطحي ټپيان شوي، دښمن ړوند دى، د افغانستان د خلكو دښمن داسې دى چې هېڅ تفاوت ورته نه كوي چې چېرته چاودنه كوي هلته عام خلك دي او چېرته دولتي كسان، دوى مقصد يوه سيمه په داسې فعاليتونو سره ناامنه ښكاره كوي.))
د يادونې وړ ده، چې په روان کال کې په کاپيسا ولايت کې پر جهادي شخصيتونو او دولتي کارکوونکو د ماين چاودنو په پېښو کې د تېرو کلونو په پرتله زياتوالى راغلى دى.


