ads

سر له سبا سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد پروسه پيلېږي

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې سر له سبا سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد پروسه پيل شي، چې يوه مياشت به دوام کوي.د دغه وزارت د وياند مرتضى حامد په وينا، سږ کال به هم څلرويشت زره افغان حاجيان سعودي عربستان ته د حج د مراسمو ترسره كولو […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1395
سر له سبا سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد پروسه پيلېږي

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې سر له سبا سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد پروسه پيل شي، چې يوه مياشت به دوام کوي.
د دغه وزارت د وياند مرتضى حامد په وينا، سږ کال به هم څلرويشت زره افغان حاجيان سعودي عربستان ته د حج د مراسمو ترسره كولو لپاره واستول شي.
د نوموړي په خبره، سبا به له کابله په لومړي پرواز کې ۵۴۰ حاجيان د سعودي عربستان په لور وخوځېږي.
د حج، ارشاد او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې سږ کال له كابل، کندهار، هرات او  مزار شريف څخه د حاجيانو د لېږد بهير ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA