د هلمند والي، د لښكرګاه ښار هټۍ والو او ټولو ولسونو ته خبرداری ورکړ، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پاکستانۍ کلدارې په افغانیو تبادله کړي.
حیات الله حیات پرون د يو خبري کنفرانس پر مهال وویل، تر دوو اوونیو وروسته په راکړه ورکړه کې د کلدارو کارونه جرم ګڼل کیږي او سرغړوونکي به یې په جدي ډول مجازات شي. د هلمند والي، د لښكرګاه ښار هټۍ والو او ټولو ولسونو ته خبرداری ورکړ، چې تر راتلونکو دوو اوونیو پاکستانۍ کلدارې په افغانیو تبادله کړي.
حیات الله حیات پرون د يو خبري کنفرانس پر مهال وویل، تر دوو اوونیو وروسته په راکړه ورکړه کې د کلدارو کارونه جرم ګڼل کیږي او سرغړوونکي به یې په جدي ډول مجازات شي.
د هلمند والي له ولسونو وغوښتل، چې په دې ملي کمپاین کې ورسره همکاري وکړي او په راکړه ورکړه کې د پاکستانیو کلدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.
نوموړي وویل، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او په کار ده، چې ټول ملي هویت ته په درناوي په خپلو افغاني بانك نوټونو افغاني تولیدات واخلو.
حیات د اصنافو له اتحادیو او سوداګرو وغوښتل، څو د ټولو توکو قیمتونه په افغانیو واړوي او د ښاروالۍ له نرخ پاڼې سره سم یې پر ښاریانو خرڅ کړي.


