ads

حيات: د هلمند د يو شمېر ولسواليو د سقوط پلان مو ناكام كړى دى

د هلمند والي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو پلان درلود، چې ددې ولایت یو شمېر ولسوالۍ سقوط کړي او د همدې هدف لپاره یې  له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هم مهاله په پنځو ولسوالیو بریدونه وکړل، خو ټول بريدونه يې ناكام شوي دي.حیات الله حیات پرون د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1395
حيات: د هلمند د يو شمېر ولسواليو د سقوط پلان مو ناكام كړى دى

د هلمند والي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو پلان درلود، چې ددې ولایت یو شمېر ولسوالۍ سقوط کړي او د همدې هدف لپاره یې  له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هم مهاله په پنځو ولسوالیو بریدونه وکړل، خو ټول بريدونه يې ناكام شوي دي.
حیات الله حیات پرون د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، د دښمن بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول چې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې  ۲۹۶  وسلوال مخالفین وژل شوي او  ۱۳۷ نور یې ټپيان شوي دي. د هلمند والي وايي، د دولت وسله والو مخالفینو پلان درلود، چې ددې ولایت یو شمېر ولسوالۍ سقوط کړي او د همدې هدف لپاره یې  له تېرې یوې اوونۍ راهیسې هم مهاله په پنځو ولسوالیو بریدونه وکړل، خو ټول بريدونه يې ناكام شوي دي.
حیات الله حیات پرون د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، د دښمن بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول چې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې  ۲۹۶  وسلوال مخالفین وژل شوي او  ۱۳۷ نور یې ټپيان شوي دي.
په دې خبري کنفرانس کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد معین فقیر، د ۵۰۵ بست زون سرپرست قومندان، د ملي امنیت رئیس، د هلمند امنیه قومندان او د ولایتي شورا وکیل بشیر احمد شاکر هم ګډون کړی و.
حیات ډاډ وښود، چې امنیتي ځواکونو د دښمن هغه لوى بریدونه له ناکامۍ سره مخ کړل، چې د ده په وينا د خپلو پردیو بادارنو په رهبرۍ د بهرنیو او پاکستاني وسله والو په مرسته یې د هلمند په خانشین، نادعلي، مارجې، ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې ترسره کړل.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد معین فقیر وویل، امنیتي ځواکونو په قوي مورال د دښمن مقابله وکړه او دښمن  ته په درنو تلفاتو اړولو يې وسله وال له  ناکامۍ سره مخ کړل.
فقیر وویل، د هلمند په جګړه کې بهرنیو وسله والو هم شتون درلود، چې د سلګونه وژل شویو كسانو په ډله کې بهرني جنرالان هم شامل دي.
د هلمند امنیې قومندان مل پاسوال اقا نور کینتوز په خپلو خبرو کې وویل، امنیتي ځواکونه به ټولې هغه سیمې د مخالفینو له فعالیت او ماینونو څخه پاکې کړې، چې نښتې په کې رامنځته شوي دي.
د ولایتي شورا وکیل بشیر احمد شاکر بيا ويل، په هلمند ولایت کې د رهبرۍ په کچه ښه همغږي موجوده ده او امنیتي ځواکونو وروستیو پیښو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات واړول.
په دې کنفرانس کې مسوولینو ټینګار وکړ، چې د مخالفینو ځپلو په هدف به پیل کړيو چاڼیزو عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو خلکو ته پخپلو سیمو کې د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA