ټاكل شوې د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر، چې اوس مهال په تهران كې دى، نن د ايران د کورنيو چارو وزير سره پر دوه اړخيزو امنيتي مسايلو خبرې وکړي.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې اتمر تېره ورځ ايران ته د خپل سفر په دوام له خپل ايراني سيال علي شمخاني سره تر ليدنې وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره وکتل. ټاكل شوې د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر، چې اوس مهال په تهران كې دى، نن د ايران د کورنيو چارو وزير سره پر دوه اړخيزو امنيتي مسايلو خبرې وکړي.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې اتمر تېره ورځ ايران ته د خپل سفر په دوام له خپل ايراني سيال علي شمخاني سره تر ليدنې وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره وکتل.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پراختيا، د ترهګرۍ ضد جګړې او نشه يي توکو مخنيوي کې د همکاريو پر زياتولو او د افغانستان – ايران ګډې پولې په اوږدو کې د امنيت د ټينګښت په هدف د ګډو هلو ځلو په اړه خبرې وشوې.
سرچينه زياتوي، په دغه ليدنه کې موافقه وشوه، چې د ټولو هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره به ګډې هڅې كوي، چې د دواړو هېوادونو ملي امنيت ته يې ګواښ پېښ کړى دى او د ټولو هغو مشترکاتو پر زياتولو به کار کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړې او اقتصادي ودې لپاره د پاليسيو او تګلارو په کچه نږدېوالى رامنځته کوي.


