رپوټونه وايي، په بريتانيا کې د چاودنې له كبله يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
د پوليسو په وينا، چاودنه د ګلاسګو ښار په يو هوټل كې شوې، چې پورتني پوړونه يې غورځېدلي دي.
ژغورونکو د هوټل شاوخوا سيمو كې د خلکو په تګ راتګ بنديز لګولى او هڅه کوي، چې په چاودنه کې تر غورځېدلې ودانۍ لاندې ايسار خلک را وباسي.
په هوټل کې سلګونه مسافر او مېلمانه موجود وو، خو د کوم چا د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.
تراوسه د چاودنې علت نه دى معلوم شوى، خو بريتانوي چارواکو ويلي، چې دا کومه ترهګريزه پېښه نه وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ