امنیتي چارواکي وایي، د دولت وسله وال مخالفین یې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ماتې سره مخ کړي او وسله وال دمګړۍ له یادې ولسوالۍ څخه د تیښتې په حال کې دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ د نیولوپلان درلود او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې پر دغې ولسوالۍ له څو اړخونو بریدونه پیل کړي وو.
امرخیل وایي، په همدې موخه د غزني د نورو ولسوالیو ترڅنګ له لوګر او پکتیکا ولایتونو څخه هم ګڼ شمېر کورني او بهرني وسله وال اندړو ولسوالۍ ته راغلي دي. امنیتي چارواکي وایي، د دولت وسله وال مخالفین یې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ماتې سره مخ کړي او وسله وال دمګړۍ له یادې ولسوالۍ څخه د تیښتې په حال کې دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو د دې ولایت د اندړو ولسوالۍ د نیولوپلان درلود او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې پر دغې ولسوالۍ له څو اړخونو بریدونه پیل کړي وو.
امرخیل وایي، په همدې موخه د غزني د نورو ولسوالیو ترڅنګ له لوګر او پکتیکا ولایتونو څخه هم ګڼ شمېر کورني او بهرني وسله وال اندړو ولسوالۍ ته راغلي دي.
نوموړي زیاته کړه، له پنځه ورځنیو نښتو وروسته اوسمهال د دولت وسله وال مخالفین له یادې ولسوالۍ څخه د تېښتې په حال کې دي او امنیتي ځواکونه توانیدلي چې په دې موده کې شاوخوا اته کلي له هغوی څخه بیرته ونیسي:(( دوی د اندړو ولسوالۍ د نیولو لپاره اشر کړی و، له دریو استقامتونو یې خپلې حملې پیل کړې وې، حتا د لوګر او پکتیکا ولایتونو لپاره یې ټاکل شوي والیان هم راغلي وو، خو د امنیتي ځواکونو د پر وخت اقدام او مبارزې په پایله کې هغوی اوس په تېښته دي او د اندړو د نیولو خوب یې په اوبو لاهو شوی دی.))
امنیه قومندان وایي، تېره ورځ یې اندړو ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري او پوره تجهیزات هم استولي دي.
امرخیل زیاته کړه، په دغو پنځه ورځنیو نښتو کې تر اوسه د دولت ۳۵ وسله وال مخالفین او پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي،۴۰ وسله وال او ۷ امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
امنیه قومندان ډاډ ورکوي، چې په اندړو ولسوالۍ کې وضعه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او وسله وال مخالفین په کي د یوې پنځه کسیزې امنیتي پوستې د نیولو توان هم نه لري.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


