ads

اسټراليا: يو كس د چړې په ګوزارونو اووه تنه ټپيان كړي دي

اسټراليايي چارواکي وايي، د يو کس له خوا د چړې په مرسته د بريد په نتيجه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.چارواکو ويلي، پېښه په سډني ښار کې رامنځته شوې ده.پوليس وايي، ياده پېښه کوم ترهګريز اړخ نه لري او په خبره يې، د واده په يو محفل کې د ګډونوالو ترمنځ تر لفظي شخړې […]

نویسنده: TKG
17 زمری 1395
اسټراليا: يو كس د چړې په ګوزارونو اووه تنه ټپيان كړي دي

اسټراليايي چارواکي وايي، د يو کس له خوا د چړې په مرسته د بريد په نتيجه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، پېښه په سډني ښار کې رامنځته شوې ده.
پوليس وايي، ياده پېښه کوم ترهګريز اړخ نه لري او په خبره يې، د واده په يو محفل کې د ګډونوالو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته يو پر بل د چړو ګوزارونه کړي دي. اسټراليايي چارواکي وايي، د يو کس له خوا د چړې په مرسته د بريد په نتيجه کې اووه کسان ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، پېښه په سډني ښار کې رامنځته شوې ده.
پوليس وايي، ياده پېښه کوم ترهګريز اړخ نه لري او په خبره يې، د واده په يو محفل کې د ګډونوالو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته يو پر بل د چړو ګوزارونه کړي دي.
پوليسو ټپيان روغتون ته رسولي، خو د دوو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
په اسټراليا کې ډېر کله په محفلونو کې دا ډول پېښې را منځته کېږي، چې له ځان سره ځاني زيان هم لري.
بل خوا د بلجيم چارواکي وايي، يو بريد كوونكى، چې يوه لويه چاړه ورسره وه او د الله اکبر نارې يې وهلې، د شنبې په ورځ دغلته دوه پوليسې ټپيانې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA