ads

په لغمان كې د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته، ۵ وسله وال مړه، دوه پوليس ټپيان

په لغمان ولايت كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د الينګار د سيند ختيځې څنډې ته د مرکز اړوند په حکيم اباد سيمه کې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د سيمه ييزو پوليسو پر يوې […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1395
په لغمان كې د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته، ۵ وسله وال مړه، دوه پوليس ټپيان

په لغمان ولايت كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د الينګار د سيند ختيځې څنډې ته د مرکز اړوند په حکيم اباد سيمه کې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد وكړ، چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي ډزو او د ملي اردو د توپچي ملاتړ په پايله کې پينځه وسله وال ووژل شول.
د سرچينې په وينا، په دغه دوه ساعته نښته کې دوه تنه سيمه ييز پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي. په لغمان ولايت كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د الينګار د سيند ختيځې څنډې ته د مرکز اړوند په حکيم اباد سيمه کې وسله والو مخالفينو تېر ماښام د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد وكړ، چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي ډزو او د ملي اردو د توپچي ملاتړ په پايله کې پينځه وسله وال ووژل شول.
د سرچينې په وينا، په دغه دوه ساعته نښته کې دوه تنه سيمه ييز پوليس هم برسېرن ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې يادې سيمې ته تازه دمي امنيتي سرتېري رسېدلي دي.
وسله وال طالبان وايي، چې په لغمان ولايت كې يې د جګړې په مهال شپږ پوليس وژلي، نهه تنه يې ټپيان كړي او درې امنيتي پوستې يې نيولې دي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ او سرتېرو ته جدي لارښوونه کړې، چې د مخالفينو د ځپلو او له مينځه وړلو او د ولسونو د امنيت خونديتوب په هدف خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA