هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ اسام ایالت کې وسله والو له ګڼې ګوڼې په یو ډک بازار کې ډزې کړي چې پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي د کوکراجار سیمې دغه برید د نیشنل بودو فرنټ نومي سازمان وسله والو کړی چې په ځوابي ډزو كې د امنيتي ځواكونو لخوا په كې يو بريدګر هم وژل شوى دى.
هندي پوځي چارواکو ویلي، په سیمه کې یی په چین کې جوړې شوې وسلې هم تر لاسه کړې دي. هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ اسام ایالت کې وسله والو له ګڼې ګوڼې په یو ډک بازار کې ډزې کړي چې پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي د کوکراجار سیمې دغه برید د نیشنل بودو فرنټ نومي سازمان وسله والو کړی چې په ځوابي ډزو كې د امنيتي ځواكونو لخوا په كې يو بريدګر هم وژل شوى دى.
هندي پوځي چارواکو ویلي، په سیمه کې یی په چین کې جوړې شوې وسلې هم تر لاسه کړې دي.
نوي ډیلي اسام ایالت ته نور سرتېري هم استولي، چې له ځایي امنیتي ځواکونو سره د بیلتون غوښتونکو ډلو پر ضد په عملیاتو کې برخه واخلي.
دغه سازمان له اسام ایالت نه د بودو توکم لپاره د یوه بېل ټاټوبي غوښتنه کوي. د ځايي پولیسو یو مشر مکېش سهای وايي، د دغې ډلې وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې په کوکراجار او سونیتپور سیمو کې ۶۲ کسان وژلي وو. دغه توکم اوس یوه خپلواکه شورا لري، چې یو ګوند بودولنډ پیپلز فرنټ یې اداره کوي.


