ads

لوګر: ماين چاودنې د نظم عامه قومندان او څلور نور افسران وژلي

د لوګر ولايت د عام نظم د پنځم كنډك قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره د ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، جګړن عبدالستار تېر مازيګر له ازرې ولسوالۍ نه كابل ته پر لاره و، چې د خاك جبار ولسوالۍ په قاضي عمر كلي كې […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1395
لوګر: ماين چاودنې د نظم عامه قومندان او  څلور نور افسران وژلي

د لوګر ولايت د عام نظم د پنځم كنډك قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره د ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، جګړن عبدالستار تېر مازيګر له ازرې ولسوالۍ نه كابل ته پر لاره و، چې د خاك جبار ولسوالۍ په قاضي عمر كلي كې پرې ماين چاودلى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې عبدالستار له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى د لوګر ولايت د عام نظم د پنځم كنډك قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره د ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، جګړن عبدالستار تېر مازيګر له ازرې ولسوالۍ نه كابل ته پر لاره و، چې د خاك جبار ولسوالۍ په قاضي عمر كلي كې پرې ماين چاودلى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې عبدالستار له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى: (( تېر مازيګر د لوګر د نظم عامه د پنځم كنډك قومندان جګړن عبدالستار له ازرې ولسوالۍ څخه كابل ته په لاره و، د خاك جبار قاضي عمر كلي كې پرې ماين چاودنه كړې چې جګړن صيب په كې له څلورو نورو نفرو سره شهيد شوى، د څلورمې ليوا د ملي اردو يو ساتنمن او درې د ده خپل ساتنمنان شهيدان شوي دي.))
صالح دا د وسله والو طالبانو كار بولي، خو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA