ads

شينواري قومونه: ننګرهار كې د داعش ځپنې عملياتو ملاتړ كوو

د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسواليو ولسونو د داعش د ځپلو په هدف له پيل شوو عملياتو ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به خپلو سيمو کې له امنيتي ځواكونو پرته هېڅ وسله والې ډلې ته د مېشت کېدو اجازه ورنکړي .دغو مشرانو د جمعې په ورځ د ننګرهار والي سليم […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1395
شينواري قومونه: ننګرهار كې د  داعش ځپنې عملياتو ملاتړ كوو

د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسواليو ولسونو د داعش د ځپلو په هدف له پيل شوو عملياتو ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به خپلو سيمو کې له امنيتي ځواكونو پرته هېڅ وسله والې ډلې ته د مېشت کېدو اجازه ورنکړي .
دغو مشرانو د جمعې په ورځ د ننګرهار والي سليم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې . د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسواليو ولسونو د داعش د ځپلو په هدف له پيل شوو عملياتو ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به خپلو سيمو کې له امنيتي ځواكونو پرته هېڅ وسله والې ډلې ته د مېشت کېدو اجازه ورنکړي .
دغو مشرانو د جمعې په ورځ د ننګرهار والي سليم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د شينوارو ولسوالۍ د ديني عالم مولوي بصير له قوله ويل شوي، چې ولسونه يې په بشپړ ډول د داعش د ځپلو په هدف له پيل شوو عملياتو ملاتړ کوي او د اړتيا په مهال به له خپلو سرتېرو سره يو ځاى جګړې ته هم چمتو شي .
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د شينوارو ولسواليو له ولسونو مننه وکړه، چې د شفق په نوم عملياتو څخه يې ملاتړ وکړ.
نوموړي زياته کړه، په ننګرهار کې د جمهور رئيس په ځانګړي امر عمليات پيل شوي او د لومړي ځل لپاره د داعش د ځپلو په هدف قوي ځواک او تجهيزاتو څخه ګټه اخيستل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA