ads

د هلمند په زقوم كې دوه ملي پوليسو، د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ وسله وال وژلي

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې دوو ملي پوليسو د ګزمې په مهال د طالبانو د سرې قطعې لس وسله وال وژلي دي.د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا پېښه تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په «زقوم» څلور لارې کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د امنيتي پوستې اړوند […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1395
د هلمند په زقوم كې دوه ملي پوليسو، د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ وسله وال وژلي

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې دوو ملي پوليسو د ګزمې په مهال د طالبانو د سرې قطعې لس وسله وال وژلي دي.
د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا پېښه تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په «زقوم» څلور لارې کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د امنيتي پوستې اړوند پوليس په ګزمه بوخت وو.
د سرچينې په وينا، د دولت وسله والو مخالفينو د سيمې په يوه باغ کې پر امنيتي پوستو د بريد پلان جوړولو لپاره غونډه لرله، چې امنيتي ځواکونو په نښه کړل. د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې دوو ملي پوليسو د ګزمې په مهال د طالبانو د سرې قطعې لس وسله وال وژلي دي.
د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا پېښه تېره ورځ د مارجې ولسوالۍ په «زقوم» څلور لارې کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د امنيتي پوستې اړوند پوليس په ګزمه بوخت وو.
د سرچينې په وينا، د دولت وسله والو مخالفينو د سيمې په يوه باغ کې پر امنيتي پوستو د بريد پلان جوړولو لپاره غونډه لرله، چې امنيتي ځواکونو په نښه کړل.
د سرچينې په وينا، په غونډه بوخت د طالبانو د سرې قطعې ياد لس وسله وال د ملي پوليسو دوو سرتېرو وژلي او د هغوى يو ماشيندار، دوه کلا شينکوفونه او يوه کله کوف يې له ځان سره امنيتي پوستې ته وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA