د هلمند ولايتي شورا وايي، په دغه ولايت كې له ناامنيو څخه شاوخوا شپېته زره كورنۍ بې ځايه شوي دي چې چي حكومت يې تر اوسه هېڅ لاسنيوى نه دى كړى.
د ولايتي شورا وكيلان وايي، همد ااوس د هلمند له نادعلي څخه تللې كورنۍ د لښكرګاه په ۳مه حوزه بولان سيمه كې يا هم د كرايي كورونو او يا د ماركيټونو د دوكانونو پيدا كولو په لټه كې دي، خو نه ورته پيدا كېږي.
د ولايتي شورا چارواكي وايي، دغه بې ځايه شوي كډوال يوازې په يو جوړ كاليو كې له كورونو راوتلي او بېرته يې له خپلو كورونو څخه د اړتيا وړ توكو د خوندي كولو موقع يې هم نه ده پيدا كړې. د هلمند ولايتي شورا وايي، په دغه ولايت كې له ناامنيو څخه شاوخوا شپېته زره كورنۍ بې ځايه شوي دي چې چي حكومت يې تر اوسه هېڅ لاسنيوى نه دى كړى.
د ولايتي شورا وكيلان وايي، همد ااوس د هلمند له نادعلي څخه تللې كورنۍ د لښكرګاه په ۳مه حوزه بولان سيمه كې يا هم د كرايي كورونو او يا د ماركيټونو د دوكانونو پيدا كولو په لټه كې دي، خو نه ورته پيدا كېږي.
د ولايتي شورا چارواكي وايي، دغه بې ځايه شوي كډوال يوازې په يو جوړ كاليو كې له كورونو راوتلي او بېرته يې له خپلو كورونو څخه د اړتيا وړ توكو د خوندي كولو موقع يې هم نه ده پيدا كړې.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال مجيد اخوندزاده وويل، له تېر يو كال راهيسې د هلمند له شمال او جنوب څخه شاوخوا ۶۰ زره كورنۍ لښكرګاه يا نورو ولايتونو ته كډه شوي خو تر اوسه دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده كړې: (( له شمالي او جنوبي هلمنده تر ۶۰ زرو اضافه كورنۍ راكډه شوي، څه ښار كې راغلي څه نورو ولايتونو ته راغلي دي.))
د دې شورا د امنيتي كمېټې مسوول بشير احمد شاكر بيا پر دولت غږ كوي چې د زرګونه بې ځايه شويو كورنيو عاجل سروې وكړي او عاجلې مرستې ور ورسوي: (( دلته ډېر كسان دي چې د طالب د ظلم او استبداد د لاسه بې كوره شوي، دوى نه كورونه وسله والو نيولي، نه موږ څه امكانات لرو چې دغو زرګونه كورنيو ته يې وركړو نه مركزي حكومت كوم امكانات لري، دوى سره بايد مرسته وشي.))
زياتره كډوالو هم كليد ته په وينا كې وويل، دوى له خپلو كورونو څخه د سختې جګړې له كبله يوازې په يوه جوړه كاليو كې راوتلي او اوس هېڅ نه لري.
يو هلمندى چې خپل نوم نصير احمد ښيي راته وايي، طالبان يې په كور راننوتل او دوى په يوه جوړه كاليو كې راوتلي دي: (( داسې اوازې وې چې راغلل، موږ كډې رابار كړې، ورځ په ورځ حالات خرابېږي.))
د هلمند ولايتي اداره د جګړې له كبله د بې ځايه شويو هلمنديانو ستونزه تاييدوي خو وايي د دوى د شمېرې د كره كولو لپاره يو كميسيون ټاكل شوى چې تر اوسه يې زر كورنۍ تثبيت كړې دي او دوى له دې ډلې د مرستندويه ادارو په مرسته ۸۰۰ كورنيو ته د مرستو د ويش لړۍ پيل كړې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك همدا خبره كوي: (( تر دې دمه هغه شمېره چې موږ ته د سروې له كبله لاسته راغلې، د دوى شمېر د زرو كورنيو شاوخوا دى، موږ رياست مهاجرين سره خبرې وكړې، هغوى ۸۰۰ كورنيو ته د مرستو د ويش اماده ګۍ لري، دا ورته ويشو.))
دا په داسې حال كې ده چې د هلمند جګړه له يو كال څخه اوږده شوې او دا مهال افغان ځواكونه په هلمند كې له لوى امتحان سره مخ دي. د دې ولايت له جګړې څخه بې ځايه شوي كډوال نه يوازې لښكرګاه كې سربداله ګرځي بلكې نورو ولايتونو كې هم د دوى خيمې ليدل كېږي چې د لوږې ژوند په كې تېروي


