په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته د لاس لرونکو کسانو د لټون جريان په زور کې روان دى، چې په ترڅ کې يې يوه جرمنۍ مېرمن هم نيول شوې ده.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد يوه اوسېدونكې له تبعيد شوي فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور نيول شوې ده.
په جرمني کې يوې غونډې ته د ترکيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د انلاين خبرو تر مخنيوي وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي.
بل خوا په امريکا کې د فتح الله ګولن مدافع وکيلانو د ترکيې هغه ادعاوې رد کړې دي، چې ګواکې نوموړي په ناکامه کودتا کې لاس درلود. په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته د لاس لرونکو کسانو د لټون جريان په زور کې روان دى، چې په ترڅ کې يې يوه جرمنۍ مېرمن هم نيول شوې ده.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد يوه اوسېدونكې له تبعيد شوي فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور نيول شوې ده.
په جرمني کې يوې غونډې ته د ترکيې د جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د انلاين خبرو تر مخنيوي وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي.
بل خوا په امريکا کې د فتح الله ګولن مدافع وکيلانو د ترکيې هغه ادعاوې رد کړې دي، چې ګواکې نوموړي په ناکامه کودتا کې لاس درلود.
د ګولن مدافع وکيلانو پرون په واشنګټن کې د يو خبري کنفرانس په مهال د ترکيې هغه ادعاوې بې بنسټه وبللې، چې ګواكې د امريکا استخباراتي ادارې سي آى اې او فتح الله ګولن په ناکامه کودتا کې لاس درلود.


