د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، کشفي او امنیتي ځواکونو یې په سرخرود ولسوالۍ كې د کلاشینکوف دیرش زره او اتیا فیره مرمۍ ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، تېره شپه د سرخرود ولسوالۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د مدیریت ځواکونو د درونټې په سیمه کې د تالاشۍ پرمهال په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې ( دیرش زره او اتیا) فیره د کلاشنکوف مرمۍ نیولې دي.
مشرقیوال وویل، د دغو مرمیو د انتقال په تور یې یو تن نیولی، چې اوسمهال د نورو پلټنو لپاره په امنیه قومندانۍ کې دی د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، کشفي او امنیتي ځواکونو یې په سرخرود ولسوالۍ كې د کلاشینکوف دیرش زره او اتیا فیره مرمۍ ترلاسه کړې دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، تېره شپه د سرخرود ولسوالۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د مدیریت ځواکونو د درونټې په سیمه کې د تالاشۍ پرمهال په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې ( دیرش زره او اتیا) فیره د کلاشنکوف مرمۍ نیولې دي.
مشرقیوال وویل، د دغو مرمیو د انتقال په تور یې یو تن نیولی، چې اوسمهال د نورو پلټنو لپاره په امنیه قومندانۍ کې دی: (( دا مرمۍ په ډېر مهارت يو فلاينګ كوچ موټر كې ځاى پر ځاى شوې وې چې د درونټې په ساحه كې نيول شوي او يو كس هم ورسره نيول شوى دى.))
د ننګرهار ولایتي چارواکي په داسې حال کې د لاسته راوړنې خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار سربېره په یو شمېر نږدې پرتو ولسوالیو کې د پولیسو پلټنې زیاتې شوي دي.


