سيمه ييزچارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې د عملياتو پر مهال د داعش ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان منيتي ځواكونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو كې د داعش ۶ تنه وسلوال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. سيمه ييزچارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې د عملياتو پر مهال د داعش ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان منيتي ځواكونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو كې د داعش ۶ تنه وسلوال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي ، چې د کوټ ولسوالۍ د الياس بابا په سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د چارواكود معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه يې د ډيورنډ د پورې غاړې باجوړ ايجنسۍ او درې نور يې اورکزي دي.
د چارواكو په خبره په ترسره شويو عملياتو كې امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
خو نوموړې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


