ads

د منځنۍ اسيا هيوادونه په افغانستان كې د امريكا په اوږدمهاله پاتې كېدو ټينګار كوي

د منځنۍ آسيا يو شمېر هيوادونه د افغانستان يوازې پاتې كېدو ته اندېښنه لري او له امريكا څخه غواړي چې ضمانت وركړي چې افغانستان يوازې نه پريږدي.د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري تېره ورځ د سيمې د امنيت په اړه د بحث لپاره د قزاقستان، قرغيزستان،ازبكستان، تاجكستان او تركمنستان د بهرنيو چارو د […]

نویسنده: TKG
15 زمری 1395
د منځنۍ اسيا هيوادونه په افغانستان كې د امريكا په اوږدمهاله پاتې كېدو  ټينګار كوي

د منځنۍ آسيا يو شمېر هيوادونه د افغانستان يوازې پاتې كېدو ته اندېښنه لري او له امريكا څخه غواړي چې ضمانت وركړي چې افغانستان يوازې نه پريږدي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري تېره ورځ د سيمې د امنيت په اړه د بحث لپاره د قزاقستان، قرغيزستان،ازبكستان، تاجكستان او تركمنستان د بهرنيو چارو د وزيرانو كوربه و. د منځنۍ آسيا يو شمېر هيوادونه د افغانستان يوازې پاتې كېدو ته اندېښنه لري او له امريكا څخه غواړي چې ضمانت وركړي چې افغانستان يوازې نه پريږدي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري تېره ورځ د سيمې د امنيت په اړه د بحث لپاره د قزاقستان، قرغيزستان،ازبكستان، تاجكستان او تركمنستان د بهرنيو چارو د وزيرانو كوربه و.
واشنګټن هڅه كوي چې له دغه هيوادونو سره خپله همكاري نوره هم پراخه كړي. تاجكستان، تركمنستان او ازبكستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د نورو هيوادونو په پرتله د افغانستان د امنيت په اړه ډير اندېښمن دي.
په همدې حال كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وكړ چې واشنګټن او د منځنۍ اسيا پنځه هيوادونه د سخت دريځۍ په اړه يو بحث جوړوي ترڅو د بهرنيو سخت دريځو دحضور، سخت دريځۍ او د منځنۍ آسيا په هيوادونو كې د تاوتريخوالي د زياتېدو او داسې نورو ننګونو سره مبارزه وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې د منځنۍ آسيا يو شمېر هيوادونو له افغانستان سره په پوله د خپلو امنيتي ځواكونوشمېر زيات كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA