ads

د ملګرو ملتونو او پاكستان چارواكو د افغان سولې په اړه خبرې اترې وكړې

د ملګرو ملتونو او پاكستان چارواكو د افغان سولې په اړه خبرې اترې وكړې،په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېره ورځ له پاكستاني چارواكو سره د افغان حكومت او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې په اړه له پاكستاني چارواكو سره په اسلام آباد كې خبرې وكړې. د ملګرو ملتونو او […]

نویسنده: TKG
15 زمری 1395
د ملګرو ملتونو او پاكستان چارواكو د افغان سولې په اړه خبرې اترې وكړې

د ملګرو ملتونو او پاكستان چارواكو د افغان سولې په اړه خبرې اترې وكړې،په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تېره ورځ له پاكستاني چارواكو سره د افغان حكومت او د هغه د وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې په اړه له پاكستاني چارواكو سره په اسلام آباد كې خبرې وكړې.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو، پرون اسلام آباد ته ولاړ او هلته يې د پاكستان د صدراعظم له لوى سلاكار طارق فاطمي او د پاكستان د ملي امنيت له سلاكار  ناصرخان جنجوعه سره وكتل.
له پاكستان څخه د خپرو شويو راپورونو پربنسټ په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى به نن هم په پاكستان كې پاتې شي او ددغه هيواد له چارواكو سره به د افغان سولې او تروريزم سره د مبارزې په اړه لا ډيرې خبرې وكړي.
پاكستاني رسنيو نن خبر وركړى چې د پاكستان د ملي امنيت سلاكار ناصرخان جنجوعه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په ليدنه كې ويلي، هيواد يې په افغانستان كې د سولې راوستو لپاره ډيرې هڅې كړې، ځكه چې په افغانستان كې سوله د پاكستان لپاره هم اړينه ده.
دملګرو ملتونو ځانګړي استازي په ورته وخت كې سياسي خبرې اترې په افغانستان كې د سولې يوازينۍ لاره بللې، نوموړي په پاكستان كې له افغان سفيرسره هم د سولې او كډوالو په اړه خبرې وكړې او افغان سفير د دواړو هيوادونو په اړيكو كې د ملګرو ملتونو رول مهم وباله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA