په تګاب ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کاپيسا دوالي وياند قيس قادري وايي د تګاب او اله ساى په عمومي سړک باندې غرمه مهال د ملي اردو په يو شمېر پوستو وسله والو مخالفينو بريدونه کړي چې پدې نښته کې د طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى. ه تګاب ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کاپيسا دوالي وياند قيس قادري وايي د تګاب او اله ساى په عمومي سړک باندې غرمه مهال د ملي اردو په يو شمېر پوستو وسله والو مخالفينو بريدونه کړي چې پدې نښته کې د طالبانو بريد په شا تمبول شوى دى. د نوموړي په وينا په دې نښته کې يو ددولت وسلوال مخالف وژل شوى او اوه تنو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده . د والي وياند زياتوي ټپيان د کابل ايمرجنسي روغتون ته ليږدول شوي دي، نوموړي په دې نښته کې د يو سيميز پوليس ټپي کېدل هم تاييدوي.
د يادونې وړ ده چې تګاب د کاپيسا يوه نا امنه ولسوالي ده چې ډېرى وخت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو په نښته کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.


