د امريكا جمهورئيس بارك اوباما وايي، په افغانستان كې د داعش ډلې د ځپلو لپاره خپل ګڼ شمېر ځواكونه پريږدي، جمهورئيس اوباما دغه څرګندونې نن د امريكا په دفاع وزارت كې له يو شمېر امنيتي چارواكو سره له يوې فوق العاده غونډې وروسته خبريالانو ته وكړې. د امريكا جمهورئيس بارك اوباما وايي، په افغانستان كې د داعش ډلې د ځپلو لپاره خپل ګڼ شمېر ځواكونه پريږدي، جمهورئيس اوباما دغه څرګندونې نن د امريكا په دفاع وزارت كې له يو شمېر امنيتي چارواكو سره له يوې فوق العاده غونډې وروسته خبريالانو ته وكړې.
د پنټاګون په وينا په دې ناسته كې له داعش ډلې سره د امريكا روانه مبارزه هم وارزول شوه.
د امريكا د جمهوررئيس په وينا په افغانستان كې داعش ډله هغه وخت ډيره وځپل شوه چې تېره مياشت ددغه ډلې لوړپوړى غړى عمر خليفه ووژل شو.
اوباما وايي، بېلابېلې لارې لټوي او هر چېرې چې د داعش ډلې له خوا ګواښ وويني نو هغه له منځه وړي، د سرچينې په وينا اوسمهال داعش ډلې لوى امنيتي ګواښونه رامنځته كړي او امريكا ددغه ډلې د ځپلو په موخه هر چېرې عمليات ترسره كوي.


