ads

په ليبيا كې ځانمرګى بريد، ۱۸ مړه، لسګونه ټپيان

په ليبيا کې د ځانمرګي بريد له كبله اتلس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.چارواکو ويلي، ځانمرګى بريد په بنغازي ښار کې شوى، چې مسووليت يې يوې وسله والې ډلې منلى دى.ويل کېږي ياد ځانمرګى بريد د امنيتي ځواکونو د يو مرکز مخې ته شوى او وژل شوي او ټپيان ټول امنيتي […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1395
په ليبيا كې ځانمرګى بريد، ۱۸ مړه، لسګونه ټپيان

په ليبيا کې د ځانمرګي بريد له كبله اتلس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، ځانمرګى بريد په بنغازي ښار کې شوى، چې مسووليت يې يوې وسله والې ډلې منلى دى.
ويل کېږي ياد ځانمرګى بريد د امنيتي ځواکونو د يو مرکز مخې ته شوى او وژل شوي او ټپيان ټول امنيتي سرتېري ښودل شوي دي.
د بنغازي ګوارشا سيمه د وسله والو ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېږي. په ليبيا کې د ځانمرګي بريد له كبله اتلس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
چارواکو ويلي، ځانمرګى بريد په بنغازي ښار کې شوى، چې مسووليت يې يوې وسله والې ډلې منلى دى.
ويل کېږي ياد ځانمرګى بريد د امنيتي ځواکونو د يو مرکز مخې ته شوى او وژل شوي او ټپيان ټول امنيتي سرتېري ښودل شوي دي.
د بنغازي ګوارشا سيمه د وسله والو ياغيانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ امريکايي پوځي چارواکو اعلان وکړ، چې په لومړي ځل يې په ليبيا کې د داعش پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.
له ۲۰۱۱ کال وروسته، کله چې د معمر قذافي حکومت نسکور کړاى شو، په ټوله ليبيا کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA