ads

نه ختمېدونکې ستونزه

ملکي مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکې ستونزه ده چې د جګړې له وروستیو کلونو را په دې خوا یې زور موندلی دی او له بده مرغه د جګړې ښکېلو غاړو له خوا ورته پام نه دی شوی. هر کال بېلابېل بنسټونه د دې مرګ ژوبلو ارقام خپروي او له زیاتوالي يې اندېښنه څرګندوي، خو یو […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1395
نه ختمېدونکې ستونزه

ملکي مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکې ستونزه ده چې د جګړې له وروستیو کلونو را په دې خوا یې زور موندلی دی او له بده مرغه د جګړې ښکېلو غاړو له خوا ورته پام نه دی شوی. هر کال بېلابېل بنسټونه د دې مرګ ژوبلو ارقام خپروي او له زیاتوالي يې اندېښنه څرګندوي، خو یو بنسټ هم په دې بریالی نه شو چې د جنګ له ښکېلو غاړو سره داسې کړنلاره رامنځته یا د جګړې غاړې ته دې اړې کړي چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي چې حد اقل د دې ډول مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د وروستي راپور پر بنسټ، د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان كې ١٦٠١ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٥٦٥ نور ټپيان شوي چې د دولت وسله وال مخالفين د ډېرې مرګ ژوبلې رامنځته کېدو مسوول دي. ملکي مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکې ستونزه ده چې د جګړې له وروستیو کلونو را په دې خوا یې زور موندلی دی او له بده مرغه د جګړې ښکېلو غاړو له خوا ورته پام نه دی شوی. هر کال بېلابېل بنسټونه د دې مرګ ژوبلو ارقام خپروي او له زیاتوالي يې اندېښنه څرګندوي، خو یو بنسټ هم په دې بریالی نه شو چې د جنګ له ښکېلو غاړو سره داسې کړنلاره رامنځته یا د جګړې غاړې ته دې اړې کړي چې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي چې حد اقل د دې ډول مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د وروستي راپور پر بنسټ، د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان كې ١٦٠١ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٥٦٥ نور ټپيان شوي چې د دولت وسله وال مخالفين د ډېرې مرګ ژوبلې رامنځته کېدو مسوول دي.
په دې راپور کې راغلي چې د ٢٠٠٩ کال له پيل راهيسې د ملکي تلفاتو د شمېرو له مخې، د سږ کال شمېرې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه په ګوته کوي چې درېيمه برخه يې ماشومان جوړوي. یوناما وايي، د ملکي تلفاتو ټولټال شمېر چې د ملګرو ملتونو له لوري د ٢٠٠٩ کال د جنوري مياشتې له پيل راهيسې د ٢٠١٦ کال د جون تر ٣٠ مې نېټې ثبت شوى دى، ٦٣٩٣٤ تنو ته رسېږي چې له دغه شمېر څخه ٢٢٩٤١ يې وژل شوي او  ٤٠٩٩٣ نور ټپيان شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د روان ٢٠١٦ کال د جنوري مياشتې له پيله د جون مياشتې تر پاى پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د بشري حقونو څانګې ١٦٠١ وژل شوي ملکي کسان او ٣٥٦٥ نور ټپيان ثبت کړي دي. يادې شمېرې د تېر کال د شپږو مياشتو په پرتله د ملکي مرګ ژوبلې کچه کې څلور فيصده زياتوالى ښيي.
په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکی داستان دی چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴ كال) څخه را په دې خوا یو ځل بیا پرته له ځنډه دوام لري او د هغه ختم ته نه یوازې هیله من کېدای نه شو، بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا، د جګړې په چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې نورې هم زیاتې شي.
په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې ترسره کېږي چې له دواړو لوریو د ملکي کسانو ژوند ته ډېره کمه پاملرنه هم نه کېږي او په ډېره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کېږي. تر ټولو دردوونکې خو بیا دا ده چې په څو څو واره دا تېروتنې تکرارېږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق ترسره شي بسنه کېږي.
د يوناما د تازه راپور له مخې، د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣٨٨ ماشومان وژل شوي او ١١٢١ نور ټپيان شوي، هغه شمېرې چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مشر د ګواښ وړ او له شرمه ډکې بللې دي. په دغه راپور كې راغلي چې په ياده موده كې١٣٠ ښځې وژل شوې او ٣٧٧ نورې ټپيانې شوې دي. د څه کم څلوېښتو کلونو جګړو په ترڅ کې تل ملکي کسان په تېره بیا ښځې، سپین ږیري او ماشومان د جنګ د بوټو په څېر سوځول شوي او وژل شوي دي.
4

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA