ads

مسلميار: مركزي حكومت د ننګرهار له جګړه ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو دى

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، چې يو شمېر نورو مسوولينو يې هم ملتيا کوله، تېره ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سليم خان كندوزي ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي اداره د دغه ولايت جګړه ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو په برخه کې بشپړ چمتووالى لري.هغه همدارنګه د ننګرهار […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1395
مسلميار: مركزي حكومت د ننګرهار له جګړه ځپلو سره هر ډول مرستې ته چمتو دى

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، چې يو شمېر نورو مسوولينو يې هم ملتيا کوله، تېره ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سليم خان كندوزي ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي اداره د دغه ولايت جګړه ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو په برخه کې بشپړ چمتووالى لري.
هغه همدارنګه د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د اړتيا په مهال به د مرستو جلبولو په هدف د کابينې د مهمو سکټوري وزيرانو ګډه غونډه په جلال اباد کې جوړه کړي. د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، چې يو شمېر نورو مسوولينو يې هم ملتيا کوله، تېره ورځ د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سليم خان كندوزي ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي اداره د دغه ولايت جګړه ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو په برخه کې بشپړ چمتووالى لري.
هغه همدارنګه د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د اړتيا په مهال به د مرستو جلبولو په هدف د کابينې د مهمو سکټوري وزيرانو ګډه غونډه په جلال اباد کې جوړه کړي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي سليم خان کندوزي له قوله راغلي، چې له مرکزي ادارې څخه يې دغه ولايت ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره يو منظم پلان له ترتيب وروسته د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره شريک کړى، ترڅو ورسره بېلابېل وزارتونه مرسته وکړي .
هغه د مشرانو جرګې رئيس څخه مننه وکړه، چې د يكشنبې په ورځ يې د کابينې د مهمو يوولسو وزيرانو او د ننګرهار ولايت د ۲۲ ولسواليو پرمختيايي شوراګانو ترمنځ ناسته برابره او د دغه ولايت ستونزې يې ورسره د حل په هدف شريکې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA