د کندهار ولايتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ژوندي نیول شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، دغه عملیات تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د شاوليکوټ ولسوالۍ د حسن زو په سيمه کې کړي دي.
د خپلواک په وینا د وسله والو دوه موټر، دوه موټرسايكلونه، يو شمېر وسلې او مهمات هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي .
د والي ویاند وايي، په دغه عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو ته کوم زیان نه دى رسېدلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ