په ننګرهار ولايت كې د قهر سېلاب په نوم عملياتو په مهال د داعش ډلې د جلب او جذب هغه مرکز، چې د خراسان ولايت نوم يې ورکړى و، د داعش وسله والو له شتونه پاک شوى او د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د يادو عملياتو په ترڅ كې د هسکې مېنې ولسوالۍ شابۍ، تنګى، ګور ګورۍ او د ګور ګورۍ بازار سيمې له داعشيانو پاكې شوې دي. په ننګرهار ولايت كې د قهر سېلاب په نوم عملياتو په مهال د داعش ډلې د جلب او جذب هغه مرکز، چې د خراسان ولايت نوم يې ورکړى و، د داعش وسله والو له شتونه پاک شوى او د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د يادو عملياتو په ترڅ كې د هسکې مېنې ولسوالۍ شابۍ، تنګى، ګور ګورۍ او د ګور ګورۍ بازار سيمې له داعشيانو پاكې شوې دي.
د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په مهال په هسکه مېنه ولسوالۍ کې اووه داعش وسله وال ووژل شول او نهه نور ټپيان شول، همدا راز د ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د داعش ډلې درې عرادې موټر سايکلونه تخريب شوي، يو ميل کلاشينکوف ترلاسه شوى او څلور کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


