په غزني كې سلګونه کسانو د ښار پاکولو په عمومي اشر كې نن د ښار ټول واټونه او چرۍ له کثافاتو پاكې او ومینځلې.
ځايي خلكو دا كار غزني ته د بيا ځل ټاكل شوي ښاروال انجنير فريدون احمدي په غوښتنه كړى او په ټول ښار كې د كثافاتو امبارونه، سړكونه، ويالې يې په خپله پاكې كړې دي.
د غزني د ښاروالۍ پر څوكۍ له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د نوي ښاروال د ټاكل كېدو له كبله لانجې روانې وې، خو څو ورځې وړاندې جمهور رئيس پخوانى ښاروال بېرته پر خپله دنده مامور كړ. په غزني كې سلګونه کسانو د ښار پاکولو په عمومي اشر كې نن د ښار ټول واټونه او چرۍ له کثافاتو پاكې او ومینځلې.
ځايي خلكو دا كار غزني ته د بيا ځل ټاكل شوي ښاروال انجنير فريدون احمدي په غوښتنه كړى او په ټول ښار كې د كثافاتو امبارونه، سړكونه، ويالې يې په خپله پاكې كړې دي.
د غزني د ښاروالۍ پر څوكۍ له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د نوي ښاروال د ټاكل كېدو له كبله لانجې روانې وې، خو څو ورځې وړاندې جمهور رئيس پخوانى ښاروال بېرته پر خپله دنده مامور كړ.
ځايي خلكو كليد ته وويل، د ښاروال د نشتوالي له كبله د غزني ښار د سړك دغاړې بوټي وچ شوي، چمنونه له منځه تللي وو او ښار ټول له كثافاتو ډك شوى و.
د دوى په وينا لكه څنګه چې نن د ښار د پاكولو اشر ته راوتلي، له دې وروسته هم هر وخت د ښار پاكولو په كمپاين كې د ښاروالۍ ملګرتيا او لاسنيوى كوي.
د غزني ښار د آهنګرانو سیمې د ځوانانو د اتحادیې مشر عبدالبصیر حداد له کلید سره هپ خبرو كې وویل، د سیمې ټول ځوانان یې اشر ته راغلي دي.(( زموږ سیمه او کلی په ښاري ماستر پلان كې شامل نه دى، خو د خپل چاپیریال په پاکوالي كې مو د ونډې مسئولیت انګیزه راکړه، څو ټول راشو او د خپل ښار او چاپیریال په پاکولو كې برخه واخلو.))
د غزني ښار د تحویلدار کلا قومي مخور حاجي محمد شریف هم له كليد سره خبرو كې وویل، د سیمې اوسیدونكي یې تل له ښاروالۍ سره همکاره وو،او اوس یې هم د ښاروال په غوښتنه د ښار پاکولو په عمومي اشر كې برخه اخیستې ده: (( د ښار پاکول نه یوازې د هر وګړي مسوولیت دی بلكې زموږ د غزني میشتو د وطندوستۍ او کلتور نښه ده، نورو خلکو ته چې له نورو ولایاتو څخه غزني ته راځي، نو اړینه ده چې هر یو د خپل ښار او سیمې په پاکوالي كې برخه واخلو او خپل مسوولیت ادا کړو))
دوی وایي، د چاپیرال پاکول او ساتنه د هر وګړي مسوولیت دی چې باید د دغه مسوولیت د ادا کولو لپاره هر یو خپلې مټې رابډ وهي.
د غزني والي انجنیرعبدالکریم متین هم د ښار پاکولو په دغه اشر كې برخه اخستې وه او له خلکو څخه د مننې ترڅنګ يې د یو ښار پاکوالی د هغه ښار د اوسیدونکو د لوړ فرهنګ او مدنیت نښه وبلله: (( کله چې له نورو ولایاتو څخه دلته میلمانه راځي لومړى د ښار وضعې ته ګوري، پاک او منظم ښار د هماغه ښار د اوسیدونکو د لوړ فرهنګ نښه ده.))
نوموړي له غزني میشتو مننه وكړه چې د ښاروالۍ له غوښتنې سره سم یې د ښار پاکولو په دغه اشر كې برخه اخیستې وه.
بلخوا د غزني ښاروال انجنیر فریدون احمدي له کلید سره خبرو كې وویل، د دندې په لومړیتوبونو كې یې د ښار پاکول وو، چې نن یې د ولسونو په مرسته ترسره کړ او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونكي كې به ګڼ شمیر بنیادي چاري او رغنيزې پروژې په غزني ښار كې پيل كړي: ((پنځه میاشتې مخكې چې زه له دندې ګوښه شوم تر اوسه بیا د ښار د پاکولو په برخه كې هیڅ هم نه دي شوي، زما لومړیتوب د ښار پاکول وو، له خلکو مې هیله داده، چې نور کثافات بي ځایه ګوزار نه کړي د تېر په شان به د اوونۍ دوه ځلې د ښاروالۍ موټر د هر کور مخې ته د کثافاتو د ټولولو په موخه ورځي.))
نوموړي دغه راز له خلکو څخه غوښتنه وکړه، څو له ښاروالۍ او نورو ارګانونو سره د چارو په سمون او پرمختګ كې د نن په شان ونډه واخلي، ځکه چې په وینا یې حکومتي ارګانونه په یوازې سر نه شي کولای خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
فريدون احمدي دا خبرې په داسې حال كې كوي چې لا هم په غزني كې د دغه ښاروال په بيا راتګ غبرګونونه او لاريونونه كېږي.
دده مخالفين تور پورې كوي چې فريدون احمدي د ښاروالۍ څوكۍ ميراثي كړې او دولت د يوې معاملې په ترڅ كې بېرته ښاروالۍ ته رالېږلى دى.


