د کابل – بګرام پر لويه لار نن سهار ماين چاودنه شوې ده.
يو تن امنيتي سرتېري، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي کليد ته وويل، د يادې لارې په اوږدو كې تر يوه پولچک لاندې ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې د پوليسو پر رېنجر موټر يې چاودنه کړې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې څلور تنه پوليس ټپيان شوي دي. د کابل – بګرام پر لويه لار نن سهار ماين چاودنه شوې ده.
يو تن امنيتي سرتېري، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي کليد ته وويل، د يادې لارې په اوږدو كې تر يوه پولچک لاندې ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې د پوليسو پر رېنجر موټر يې چاودنه کړې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې څلور تنه پوليس ټپيان شوي دي.
دى واىي، کېداى شي د ټپيانو شمېر تر دې زيات وي، ځكه چې د چاودنې په مهال يو شمېر ملکي موټر هم له پولچک نه د تېرېدو په حال کې وو.
سرچينه زياتوي، امنيتي ځواكونو په دې پېښه كې د لاس لرلو په تور درې تنه له يو موټر سايکل سره يو ځاى نيولي او په دې اړه نورې څېړنې روانې دي.
د دغې چاودنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۱۵ کلونو كې دا لومړى ځل دى، چې پر ياد سړک داسې پېښه رامنځته کېږي.
پر دغه لار ډېرى وخت بهرني او افغان ځواکونه کابل او بګرام ته تګ راتګ کوي.


