ads

د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكو له امنيتي ځواكونو ملاتړ اعلان كړ

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ د يوې راټولېدنې په مهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو فعاليتونه وستايل او د خپل ملاتړ اعلان يې وکړ.د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د يادې ولسوالۍ ځوانانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو خبردارى ورکړ، چې د دولت د مخالفو وسله […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1395
د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكو له امنيتي ځواكونو ملاتړ اعلان كړ

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ د يوې راټولېدنې په مهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو فعاليتونه وستايل او د خپل ملاتړ اعلان يې وکړ.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د يادې ولسوالۍ ځوانانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو خبردارى ورکړ، چې د دولت د مخالفو وسله والو په ضد هر ډول اقدام ته چمتووالى لري. د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ د يوې راټولېدنې په مهال د امنيتي او دفاعي ځواکونو فعاليتونه وستايل او د خپل ملاتړ اعلان يې وکړ.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د يادې ولسوالۍ ځوانانو، سپين ږيرو او قومي مشرانو خبردارى ورکړ، چې د دولت د مخالفو وسله والو په ضد هر ډول اقدام ته چمتووالى لري.
هغوى د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته په ورتګ يوې راټولېدنې کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ او د مخالفينو په ضد شعارونه ورکړل.
دوى وويل، امنيتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه له خپلې خاورې او ولسونو څخه دفاع کوي، چې خلک يې هم قوي ملاتړ کوي.
يادو مشرانو زياته کړه، چې امنيتي او دفاعي ځواکونو سره به اوږه په اوږه د مخالفينو په ضد د جګړې ډګر ته حاضر شي.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې امنيتي او دفاعي ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اړولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA