د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د یوه غړي له کوره یو شمیر چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړوعملیاتو پر مهال د بټي کوټ ولسوالۍ په سې پای سیمه کې د داعش ډلې د یو قومندان اسدالله چې په ابوذر مشهور و، له کور څخه ګڼ شمیر چاودېدونکي توکي او وسله ترلاسه کړې ده. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د یوه غړي له کوره یو شمیر چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ځانګړوعملیاتو پر مهال د بټي کوټ ولسوالۍ په سې پای سیمه کې د داعش ډلې د یو قومندان اسدالله چې په ابوذر مشهور و، له کور څخه ګڼ شمیر چاودېدونکي توکي او وسله ترلاسه کړې ده.
خبرپاڼه وایي، په سیمه کې پلټنې روانې دي، چې د داعش ډلې یاد غړی هم ونیول شي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو څه نه دي ویلي.


