د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ، د ناټو ځواکونو عمومې قمندان جنرال نیکولسن، د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د کندوز د امنیتي حالاتو د څېړلو په موخه یاد ولايت ته سفر كړى.
محمد حنیف اتمر پرون له غرمې وروسته د کندوز ولایت له مخورو مشرانو او کندوزیانو سره په خبرو کې وویل، کندوز د هغه شپږو ولایتونو له ډلې څخه شمېرل کېږي چې امنیتي تهدیدات په کې خورا لوړ دي او هره ورځ د سختو جګړو شاهد وي. د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ، د ناټو ځواکونو عمومې قمندان جنرال نیکولسن، د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي او د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د کندوز د امنیتي حالاتو د څېړلو په موخه یاد ولايت ته سفر كړى.
محمد حنیف اتمر پرون له غرمې وروسته د کندوز ولایت له مخورو مشرانو او کندوزیانو سره په خبرو کې وویل، کندوز د هغه شپږو ولایتونو له ډلې څخه شمېرل کېږي چې امنیتي تهدیدات په کې خورا لوړ دي او هره ورځ د سختو جګړو شاهد وي.
محمد حنیف اتمر زیاته کړه، د افغانستان او بلخصوص د کندوز جګړه د پاکستان د ای اس ای لخوا پر مخ وړل کېږي.
د کندوز ولایت یو شمېر مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو په دولت باندې کلکه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، همدا اوس هم د کندوز ښار په ۳ کیلو مترۍ کې وسله وال طالبان فعاله شتون لري خو دولت يې د له منځه وړلو لپاره هېڅ نه دي كړي.
کندوزیانو له دولت څخه غوښتنه درلوده چې باید په کندوز کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جدي عملیات پیل كړي.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې ډاکټر فاطمه عزیز وویل چې په وار وار سره خپله جمهور رئيس او لوړ پوړي چارواکي کندوز ته راغلي او هر ځل وعدې وركړل شوي خو تر اوسه حكومت په خپلو وعده وفا نه ده کړې.


