د پاکستان په سند ايالت کې د يوې خونړۍ ټرافيکې پېښې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې پېښه نن سهار د سند ايالت د حيدر اباد ښار په سيهون سړک کې د يو مسافر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له كبله رامنځته شوې ده.
په پېښه کې لس کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى. د پاکستان په سند ايالت کې د يوې خونړۍ ټرافيکې پېښې له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې پېښه نن سهار د سند ايالت د حيدر اباد ښار په سيهون سړک کې د يو مسافر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له كبله رامنځته شوې ده.
په پېښه کې لس کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
په وژل شوو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دى.
ټپيان د سيمې ځايي روغتونونو ته انتقال شوي دي، خو وېره څرګندېږي، چې د وژل شوو کسانو شمېر به پورته شي.
پوليسو ويلي، بس موټر له ډېره اسمعيل خان څخه کراچۍ ته روان و، چې له مخامخ راتلونكې لارۍ سره يې ټکر کړى دى.


