ads

هلمند: د طالبانو تش په نوم والي او د جګړې قومندان وژل شوى

د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم او د طالبانو د جګړې عمومي قومندان مستقيم په نادعلي ولسوالۍ كې د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې وژل شوى دى. د هلمند د والي له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي، دا دوه مهم كسان پرون […]

نویسنده: TKG
12 زمری 1395
هلمند:  د طالبانو تش په نوم والي او د جګړې قومندان وژل شوى

د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم او د طالبانو د جګړې عمومي قومندان مستقيم په نادعلي ولسوالۍ كې د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې وژل شوى دى.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي، دا دوه مهم كسان پرون ماسپښين يوه بجه د نادعلي په زرغون كلي كې په نښه شوي دي.
سرچينه وايي، ملا عبدالرحيم مشهور په ملا منان او د طالبانو د جګړې عمومي قومندان مستقيم په داسې حال كې وژل شوي چې د نادعلي د سقوط لپاره په پلان جوړولو بوخت وو. د هلمند چارواكي وايي، د دې ولايت لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحيم او د طالبانو د جګړې عمومي قومندان مستقيم په نادعلي ولسوالۍ كې د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې وژل شوى دى.
د هلمند د والي له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كاږي، دا دوه مهم كسان پرون ماسپښين يوه بجه د نادعلي په زرغون كلي كې په نښه شوي دي.
سرچينه وايي، ملا عبدالرحيم مشهور په ملا منان او د طالبانو د جګړې عمومي قومندان مستقيم په داسې حال كې وژل شوي چې د نادعلي د سقوط لپاره په پلان جوړولو بوخت وو.
خبرپاڼه دغه راز كاږي د هلمند په نادعلي كې له تېرو دريو ورځو راهيسې د افغان ځواكونو او طالبانو په مخامخ نښتو كې ۴۹ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه د هلمند د والي حيات الله حيات له قوله هم ليكي چې د دفاعي ځواكونو فعاليتونه يې ستايلي او په وينا يې چې مخالفين هيڅكله نه شي كولى په دې ولايت كې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.
طالبانو لا تر اوسه نه ده تاييد كړې چې د هلمند لپاره نومول شوى والي او قومندان يې وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA