د ننګرهار د پوهنې ریاست له لوري له ۵۵۰ تنو څخه د ښوونکو خالي بستونو ته د ازموینې اخيستلو لړۍ پیل شوه.
چارواکي وایي، دغه ازموینه درې پړاوه لري، چې له ډلې به یې بریالي ۸۰ کسان د جلال اباد ښار په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د ښوونكو په توګه وټاکل شي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري نن د دغې ازموینې د پیل په مراسمو کې وویل، د پوهنې وزارت د (زده کړه د افغانستان لپاره) د پرواګرام په مرسته دوی له ۵۵۰ تنو لېسانس داوطلبانو څخه ازموینه اخلي، چې له دوی څخه به ۸۰ تنه د ښوونکو په دنده وټاکل شي.

نوموړی وایي، چې د بریالیو کسانو له ډلې به ۵۰ ښځینه او ۳۰ نارینه وي، چې د جلال اباد ښار سربیره به په سرخرود، بهسود او ښیوې ولسوالیو کې دندې پيل كړي.
په ورته وخت کې بیا د پوهنې وزارت د (زده کړه د افغانستان لپاره) د پروګرام مسوول رحمت الله ارمان له کلید سره په خبرو کې وویل، د اسیا فاونډیشن او یو ايس ای ډي په مالي همکارۍ ۸۰ تنه ښوونکي په دندو ګماري، چې د ګمارنې پروسه به یي، درې پړاوه ولري.
شينوارى وایي، دغه ازموینه په شفاف ډول اخیستل کیږي، چې د هیڅ یوه ګډونوال حق به په كې ونه خوړل شي.
د ننګرهار پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو په توګه له دغو خلکو دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کیږي، چې لاهم د ننګرهار په لرو پرتو ولسوالیو کې ښوونځي د سرپناه، کتابونو، چاردیوالۍ او ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ